سخت وخت تېر شو٬ راتلونكې وخت به اولس لپاره د خوشحالۍ زېرې راوړي۔ د مريم نواز په پينسره انټرچينج استقباليې ته وېنا

image

جھنح/ګوجره 12 جولائي (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ (ن) نائب صدرې مريم نواز وئيلي دي چې سخت وخت تېر شو٬ راتلونكې وخت به اولس لپاره د خوشحالۍ زېرې راوړي، د موسمي صورتحال باوجود د اولس ګڼه محمد نواز شريف سره د مينې عكاسي او په مسلم ليګ نون د اعتماد څرګندونه ده٬ زمونږ مقابله عمران خان سره نه بلكې د پنجاب د پرمختګ مخالفينو٬ نااهلۍ او ګرانۍ سره ده٬ د جولائي د 17مه نيټې لمر به د نواز شريف د كاندېد محمد اسلم بھروانه د كاميابۍ زېري سره څيره وهي۔ د دې خيالاتو څرګندونه مريم نواز د نهې په ورځ په جھنګ كښې د انتخابي حلقې دورې په مهال پي پي 127 ګوجره موړ سره نزدې په پينسره انټرچينج اولسي اجتماع ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په دې موقع مريم نواز ووئيل وزيراعظم شهباز شريف وړومبې هېواد د ديواليه كېدو نه بچ كړو او اوس اولس ته ريليف وركولو لپاره هڅې وي٬ ان شاء اﷲ ډېر زر به وزيراعظم شهباز شريف اولس لپاره د لوے ريليف پېكج اعلان وكړي۔ دې ووئيل كه ځائي اولس د ګرانۍ خاتمه غواړي نو د مسلم ليګ (ن) كانديد دې كامياب كړي۔ دې ووئيل ان شاء الله د جولائي په 17مه نيټه به زمرے كاميابېږي

متعلقہ مضامین
مزید خبریں