لاهور 08 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د قومي خبر رسوونكې ادارې اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان﴿اے پي پي﴾ د لاهور اردو نيوز سروس سينئر رپورټر فواد اعظم په مړينه خواشيني ښودلې. د خالي په ورځ د لاهور په ګورنر هاٶس كښې اے پي پي سره د خبرو په مهال ده د ارواښاد ايصال ثواب لپاره فاتحه خواني وكړه او دعا ئې وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي. وفاقي وزير د ارواښاد صحافتي خدمات وستائيل. فواد اعظم څو ورځې وړاندې په خپلي كلي كښې په ټرافيكي پېښه كښې په حق رسېدلې و.