اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بارانونو او سيلاب ځپليو لپاره لوئ پيکج اعلان کړے او سيلاب او بارانونو له امله د مړو شوو كسانو كورنيو لپاره ئې د بيړنې مالي مرستې منظوري وركړې ۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم د سيلاب او بارانونو له امله په حق رسيدليو له سړي سر د 10 لكهه روپو وركولو امر كړے ،په دې كښې به 50 فيصده روپۍ وفاقي حکومت دغسې 50 فيصده روپۍ به اړوند صوبائي حکومتونه وركوي۔ وزيراعظم د سيلاب او بارانونو له امله حق رسيدليو كورنيو سر د بشپړه مرستې باوري كولو سپارښتنه هم كړې ۔