اسلام آباد 19 اپریل (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د نهې په ورځ د وزارت سوګند پورته كولو نه پس سمدستي د نېشنل يونيورسټي آف سائنس اينډ ټېكالوجي(نسټ)نېشنل سينټر آرټيفشل انټيلي جنس دوره كړې او په سينتر كښې يې د پېشرفت كارونو جاج اخستے ۔په دې موقع د وزير هركلے د نسټ ريكټر انجينئر جاوېد محمود بخاري٬ پرو ريكټر ريسرچ٬انووېشن اينډ كمرشلائزېشن٬رېټائرډ ايئر وائس مارشل ډاكټر رضوان رياض او د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر طارق جاوېد بنوري وكړو۔پروفيسر ډاكټر ياسر اياز وفاقي وزير ته د سينټر لخوا په شوو اقداماتو تفصيلي بريفنګ وركړو۔وفاقي وزير مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل د وزارت چارج سنبهالولو نه سمدستي پس د هېواد نامتو يونيورسټۍ د نسټ مركز په دوره كولو خوشحالي محسوسوم۔وفاقي وزير ووئيل آرټيفشل انټلي جنس(اے آئي)به سباؤن كښې مهم كردار ادا كړي او زمونږ ځوانانو له په دې څانګه كښې د تيارۍ لپاره د محنت ضرورت دے ځكه چې په كال 2018 كښې مصنوعي ذهانت٬سائبر سېكيورټي٬بګ ډېټا او كلاؤډ كمپيوټنګ په څانګو كښې پنځه قامي مركزونه جوړ كړې شوي وو۔په دې موقع وفاقي وزير په جديد علم اډانه معيشتونو لپاره د مصنوعي ذهانت IAپه اهميت زور راوړو ۔ده په مركز زور راورو چې د اقتصادي پرمختګ په اړه دې څانګو كښې تحقيق پیل كړي۔د دې څخه وړاندې پروفيسر ډاكټر ياس اياز په خپل بريفنګ كښې وفاقي وزير ته ووئيل (اېن سي آئے آئې)په يو كنسورشيم ماډل كار كوي چې پكښې د ټول پاكستان څخه د مصنوعي ذهانت په څانګه كښې ښه محقيقين اېچ اي سي او پلاننګ كمېشن د اړخه په مسابقتي بنيادونو ټلكلے كېږي۔