کراچۍ 09 جولائي (اے پي پي) د غريبۍ ختمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزيري شازيه عطا مري د پخواني سنېټر طاهر حسين مشهدي په مړينه خوايشني ښودلې ده۔د خالي په ورځ جاري شوې د غمرازۍ په خپل پيغام كښې وفاقي وزيري شازيه مري ووئيل د سنېټر طاهر مشهدي په مړينه غمجن يو۔د غمجنې كورنۍ سره غمرازي كوو ۔ دې ووئيل سنېټر طاهر حسين مشهدي د هېواد په سياست كښې مهم كردار لرلو۔دې دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔