د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې په هېواد كښې د سري په خاص توګه د يوريا د طلب او رسد د جاج اخستنې غونډه وشوه

image

اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې په هېواد كښې هره ورځ 25 زره ټن د يوريا پیداوار كېږي كوم چې زمونږ ضروريات پوره كولو لپاره كافي دے٬كوم خلك چې په مصنوعي كمې پېدا كولو كښې ككړ دي د دوي په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ په هېواد كښې د سري په خاص توګه د يوريا د طلب او رسد د جاج اخستنې غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔وزيراعظم ووئيل چې تېر كال په هېواد كښې د غنمو٬ګني٬ پومبې او د جوارو رېكارډ فصلونه شوي٬د حكومت د كركيلې دوست پالېسو په وجه د مالي كال 21-2020 په مهال كروندګرو 822 ارب روپۍ اضافي آمدن ترلاسه كړې۔د اضافي آمدن په نتيجه كښې د كروندګرو لخوا د يوريا زياته خريداري شوې۔ده ووئيل چې حكومت د ځايې تحفظ باوري كولو لپاره د غنمو زيات پېداوار لپاره په مناسب مقدار كښې سرې وركولو ته پام ګرځولې۔ده ووئيل چې كروندګرو ته په خاص توګه د راتلونكو درې اونو په مهال د سرې شتون د غنمو د لويې فصل ماډل لپاره ډېر مهم دے۔وزيراعظم اړوند چارواكو د يوريا سپلائي چين موثر انتظام لپاره د هر ډول ممكنه اقداماتو كولو هدايت وكړو۔ده صوبائي چيف سېكترانو ته هدايت وكړو چې دوي د ضلعي انتظاميې د لارې د سرې ذخيره اندوزۍ٬قاچاق او د سپلائي چين نه بهر د مډل مين د لارې د خريدارۍ مخ نيوي لپاره موثر اقدامات وكړي۔ده ټولو اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې هغوي دې د سرې پېدا كونكو پشمول ټولو اړوند ډلو سره په ګډه كار وكړي چې دغسې سږ كال د غنمو رېكارډ پېداوار لپاره كروندګرو ته يوريا باوري كړې شي

متعلقہ مضامین
مزید خبریں