اسلام آباد 29 مئی (اے پی پی) د خزانې وفاقی وزیر سناتور اسحاق ډار متوازن ریونیو بجټ په جوړولو د ایف بی آر ستائنې سره وئيل بجټ څخه وړاندې اړوند شراکت دارو سره مشاورت سره ریونیو اقدامات ته حتمی شکل وركولو كښې مرسته شوې۔ ده د ګل په ورځ اېف بی آر هيډ کوارټرز كښې د پوسټ بجټ غونډې مشري كوله۔ غونډه كښې د نوي بجټ اقدامات او روان مالی كال لپاره د ریونیو ترلاسه كولو صورتحال جاج واخستلې شو۔ د وزیراعظم د ریونیو خاص مرستيال هارون اختر خان، د اېف بی آر چیئرمین او نور چارواكي هم په دې مهال موجود وو۔ په دې موقع د اېف بی آر چیئرمېن وفاقی وزیر له د ریونیو ترلاسه كولو په اړه بریفنګ وركړو۔ د خزانې وزیر اېف بی آر ته سپارښتنه وكړه چې په بجټ پارلمانی بحث څخه دې بشپړه استفادہ وګړې شي او په دې مهال د رامخې ته شوي تجاویز دې جاج واخستلې شي۔ ده ووئيل حکومت به د كوم هم تجویز هركلے كوي۔ ده اېف بی آر ته سپارښتنه وكړه چې مالی كال 18-2017 ریونیو هدف ترلاسه كولو له دې ټول وسائل وكارولې شي۔