اسلام آباد ۔ 29 مئی (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي 18 اربه روپۍ د كال ګټونكې رېلوے به راروان مالي كال كښې 53 څخه تر 55 ارب روبۍ ګټي۔ پاكستان رېلوے به خپل پرمختګ او جدت لپاره يوازې په سي په پېك اډانه نه كوي۔ مونږ ددې نه وړاندې ګورو۔ د ددې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير يونېورسټي آف مېنېجمنټ اېنډ ټېكنالوجي كښې د ’’سی پېک او پاکستان رېلوے سباؤن ‘‘په سرخط سيمينار ته خطاب كولو۔ سیمینار د پاكستان ریلوېز سی پیک ټیم مشر اشفاق خټک ، ایډیشنل جنرل مېیجرټریفک عبدالحمید رازی او د یو اېم ټی ډائرېکټر ډاکټر محمد اسلم هم خطاب وكړو۔ چیئرمین یوایم ټی بورډ آف ګورنر ډاکټرحسن صهېب مراد وفاقی وزیر ته سونیئر وړاندې كړو۔ سیمینار ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل د رېلوے وزارت ما چېلنج ګڼلو سره قبول كړے وو۔ په كال 2011 كښې دومره فيول هم نه وو چې ټرېنونه وچلولې شي۔ نن د وړاندې نه زيات ټرېنونه چلېږي سره د خسارې په څلور كاله كښې مو يو ځل هم حکومت څخه بېل اؤټ پېكج اخستې نه دے۔ ده ووئيل كه ټول پاكستان كشې د تېلو رسنه بنده هم شي بيا به هم ټرېنونه چلېدږي۔ ده ووئيل د غوره اسانيو په سوب يو نيم كروړ نوې مسافر رجسټرډ كړې شوي دي۔ د رېلوے د لارې سفر كوؤنكو ته مو لائف انشورنس وركړې دا په هندوستان كښې هم نشته۔ وفاقی وزیر ووئيل سره د ټولو مشكلاتو د پاكستنان سباؤن روښانه دے۔ ده ووئيل تعليمي ادارې بايد د رېلوے په اړه ډګري پروګرامونه وكړي او زده كوؤنكي دې تربيه كړي۔ دغسې چی مونږ ته لوستې او هېواد سره مينه لرونكي مشرتابه رامخې ته شي كوم چې د رېلوے په په نظام كښې غوره بدلون راولي۔