افغانستان يواځي نه شو پرېښودلے، افغانستان كښې د تل پاتي امن او استحكام لپاره به نړيوالي ورورولۍ له په ګډه كار كول وي،د پاكستان سفير ډاكټر اسد مجيد خان

image

واشنګټن 30 ستمبر (اے پي پي) امريكا كښې د پاكستان سفير ډاكټر اسد مجيد خان وئيلي دي انساني الميې او د كډوالو بحران څخه بچ كيدو لپاره افغانستان يواځي نه شو پرېښودلے،په افغانستان كښې د تل پاتي امن او استحكام لپاره به نړيوالي ورورولۍ له په ګډه كار كول وي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ پنسلوانيا پوهنتون كښې د نړيوالو اړيكو څانګي د سيوې لاندې ’’پاك –امريكا اړيكو او د افغانستان په اوسني پيشرفت او سباؤن “ په سرخط ويبنار كښې وكړه ۔ ډاكټر اسد مجيد خان د افغانستان د سباؤن پشمول د افغانستان په موجوده صورتحال د پاكستان نقطه نظر رامخې ته كولو سره ووئيل پاكستان عمر له دا موقف لرلؤ چې د افغان مسئلې كوم پوځي حل نشته، افغانستان كښې كوټلي امن لپاره به ټولو افغان ډلو له يوه نقطه نظر خپلول وي،د افغانستان مسئلې حل لپاره صدر اوباما په دور كښې خبرې اترې پيل شوې وې۔ده ووئيل مونږ غواړو چې د افغانستان خاوره د پاكستان پشمول د كوم هم هېواد په ضد ونه كارولې شي، افغانستان كښې د بشري حقونو او په خاص توګه د ميرمنو د حقونو احترام وكړے شي، افغانستان كښې اقتدار په ښه ډول منتقل شو۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې تر ټولو زياته قرباني پاكستان وركړې ، افغانستان كښې ناامني ټوله سيمه كښې د چا هم په حق كښې نه ده، مونږ په افغانستان كښې امن غواړو۔ د پاكستان سفير ووئيل افغانستان كښې يو نوے حكومت جوړ شوے كوم چې يو حقيقت دے،بايد اوس نړۍ هغه يواځي پرې نه ږدي۔ده ووئيل انساني الميې او د كډوالو بحران څخه بچ كيدو لپاره افغانستان يواځي نه شو پرېښودلے، افغانستان كښې تل پاتي امن او استحكام لپاره به ټولو له په ګډه كار كول وي

متعلقہ مضامین
مزید خبریں